Canadian Orientation Abroad Participant Workbook (Pashto)

Original Language
Pashto
ISBN
978-92-9268-168-5
ISBN (PDF)
978-92-9268-356-6
Number of Pages
182
Reference Number
PUB2022/158/R
Date of upload

22 Jun 2022

Canadian Orientation Abroad Participant Workbook (Pashto)

په بهر کې د د کاناډا لارښود د ګډونوالو کاري کتاب د کاناډا هیواد ته د نويو راتلونکو اشخاصو لپاره د رخصتیدو وړاندي لارښود
Also available in:

کاناډا ته د نویو راتلونکو کسانو لپاره د راتګ وړاندې لارښود

د پروګرام په اړه د نورو معلوماتو لپاره، مهرباني وکړئ دا ویب پاڼه وگورئ:
COA web page
په بهر کې د کاناډا لارښود (COA) برنامه یو نړیوال نوښت دی چې د کاناډا د کډوالو ، پناه غوښـتونکي او تابعیت (IRCC) لخوا څخه تمویل کیږي او په ټوله نړۍ کې د کډوالو نړیوال سازمان (IOM) لخوا په شاوخوا 60 ځایونو کې پلي کیږي.

د COA د ګډونوالو کاري کتاب هغه عملي معلومات وړاندې کوي چې پناه غوښـتونکي ورته اړتیا لري مخکې له دې چې دوی کاناډا ته بیرته راستانه شي دوی پوه شي، نو دوی کولی شي د خپل نوي ژوند په اړه سمي پریکړې وکړي. په دی کاري کتاب کې موجود معلومات په ساده ژبه او په بصري ډول وړاندې شوي دی چې دواړه عين معنی بیانوي او د یادولو په ساتلو کې مرسته کوي. دا یوه وسیله ده چې په شخصی ډول د رسیدو دمخه د لیدو غونډو او د پناه غوښـتونکي د ځان مطالعې پرمهال کارول کیږي.

د COA د ګډونوالو کاري کتاب د IRCC، بهرنیو ملګرو سازمانونو سره د پناه غوښـتونکي ، ساحوي متخصصینو او پخپله پناه غوښـتونکي په مرسته او په مشوره سره جوړ شوی دی.

هغه موضوعات چي په دی کاري کتاب کې پوښل شوی دی، لکه د سفر چمتووالی، په کاناډا کې د ابتدايي میشته کیدل او ژوند کول، چې په دی کې مرستې او ملاتړ، کور موندل، روغتیا، زده کړه ، کارموندنه، بودیجه او ترانسپورت پکښې شامل دي. همدارنگه د رواني روغتیا، د کاناډا د اصلي خلک ، متنوع جنسي تمایل، جنسیت پیژندنه او د هغه بیانول یا اظهار کول، جنسي ځانګړتیاوې، او همدارنګه د معلولیت لرونکو خلکو په اړه مهم معلومات وراندی کوي. پدې دی کاري کتاب کې د کاناډا د ژبني دوه اړخیزه برخه او د فرانکوفون یا فرانسوی ژبي ټولنو په اړه معلومات هم شامل دي. پدې کاري کتاب کې د تنوع، حقونو او مسؤلیتونو، د کورنۍ قانون او کلتوري نورمونو محتويات هم شامل دي. 

د QR کوډونو کارولو لارښوونې   •
    سمبولونه  •
    فعالیتونه  •
 کاناډا ته عمومي کتنه   •
 سفر  •
مرستې او ملاتړ  •
کور(ھستوګنځی)  •
 روغتیا  •
 زده کړه  •
 کارموندنه  •
 بودیجې  •
 ټرانسپورټ  •